Quantcast
Channel: TOLOnews.com RSS Feed
Viewing all articles
Browse latest Browse all 18870

افغانستان له زیاتیدونکې وزګارۍ سره مخ دی

$
0
0

alt


د اقتصاد وزیر د سې شنبې په ورځ ویلي، چې هر کال شاوخوا نیم میلیونه ځوان کاري ځواک د افغانستان د کار بازار ته راځي، خو دوی دندې تر لاسه کولای نه شي.

د اقتصاد وزیر وایي چې په تیرو یوولسو کلو کې تر ډیره پر لنډ مهال پروژو پانګونه شوې، چې له امله یې افغانستان له ډیریدونکې وزګارۍ سره مخ دی.

نوموړي له نړیوالې ټولنې غواړي چې افغانستان کې پر داسې پروژو پانګونه وکړي تر څو خلکو ته د اوږدمهال بوختیا ور په برخه کړي.

د اقتصاد، کار او ټولنيزو چارو وزارتونه د کار نړيوال سازمان او نړيوال بانک په همکاری په افغانستان کې  د تل پاتو  دندو ترنامه لاندې د دغه کار لپاره ممکنې لارې څيړي.

د اقتصاد وزير وايي د ترسره شويو څيړنو له مخې د افغانستان د ټول کاري ځواک له ډلې څخه اته څلويښت سلنه تل وزګاره دي او يا هم په موسم کې کار کوي چې د هرې ورځې په تيريدو سره دغه شمير لوړيږي.

د اقتصاد وزیر، عبدالهادي ارغندیوال وویل :«موږ په تیرو یوولسو کلونو کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې له مرستو مننه کوو، خو کاشکې دا مرستې زموږ د ټولنې د عیني واقعیتونو پر مبنا لګول شوې وای، ډیره پانګونه په لنډمهاله پروژو شوې چې له یوې خوا اثرات یې زر څرګند ي او له بلې خوا خپلو هېوادونو ته قناعت ورکړي.»

اخوا د کار نړيوال سازمان او نړيوال بانک هم د هيواد د اوسيدونکو لپاره د تل پاتې کار په برابرولو ټينګار کوي.

په کابل کې د کار د نړیوال سازمان استازی، هیرو برګر ویلي :«افغانان دخپل ژوند دبياځلي ښه والي لپاره دبشپړ امنيت تر ټينګولو پوري تمه نشي کولي.هغوي بايد ډير ژر يو کار ترسره کړي.دهمدي له مخي تل پاتي دنده نه يوازي له بيوزلي سره مبارزه کوي بلکي ديوي روښانه راتلونکي لپاره هيله هم ده.دا هغه څه دي چي دافغانستان خلک يي غواړي او هغي ته اړتيا لري.»

په افغانستان کې د نړیوال بانک سر پرست، النګو پچیموتو وویل :«دا ډيره مهمه  ده چي خصوصي برخه دتل پاتي دندو لپاره خپله ونډه ولوبوي او دافغانستان خلک هم ورته اړتيا لري او نړيوال بانک تل چمتو دي ترڅو دافغانستان حکومت په مرسته له خصوصي برخي سره دمالي او نورو پلونو له اړخه مرسته وکړي.ترڅو خصوصي برخه وکړاي شي خپل رول په ښه والي سره ترسره کړي.»

اخوا د اقتصاد وزارت وايي چې د دوه زره او څورالسم ميلادي کال د نږدي کيدو انديښنې ظاهرآ اساسي ستونزې جوړې کړې دي او دغه کار له هيواد څخه د پانګو د تيښتې لامل شوې دي او هم دغه انديښنې د اقتصادي فساد د زياتوالي سبب هم شوی دی.

 


Viewing all articles
Browse latest Browse all 18870

Trending Articles