Quantcast
Channel: TOLOnews.com RSS Feed
Viewing all articles
Browse latest Browse all 18870

د پوهنې د بهیر پر وړاندې ګواښونه ډیر شوې

$
0
0

alt


د پوهنې د وزارت معین د سې شنبې په ورځ یوې خبرې غونډې ته د خبرو پر مهال هېواد کې د پوهنې د بهیر پر وړاندې د وسله والو مخالفینو د ګواښونو له ډیریدو څخه خبرداری ورکړ.

نوموړی وایي، له پنځو کلونو راهیسې په هېواد کې پوهنه او روزنه له ډیرو ننګونو سره مخ ده او پر وړاندې یې ګواښونه هم ډیر شوې دي.

د نوموړي پر وینا، اوسمهال د هېواد په لر او بر کې څه د پاسه ۴۶۰ ښوونځي تړلي پاتې او دیارلس نور سوځول شوې دي.

همداراز د پخوا په پرتله په ښوونځیو کې د ښځینه زده کوونکو شمیر هم کم شوی دی.

د پوهنې وزارت مرستيال، آصف ننګ د پوهنې د نظام په وړاندې د ننګونو خبره کوي او وايي له ۲۰۰۸ کال راهيسې د دولت د مخالفو وسله والو لخوا د هيواد د پوهنې د نظام په وړاندې ډير ګواښونه او بريدونه شوي دي.

نوموړی زياتوي څه د پاسه اته زره ښوونځي ودانۍ نلري او تراوسه هم د هيواد ټول ښوونځي بيارغونې ته اړتيا لري او څه د پاسه ۴۶۰ ښوونځي تړلي او ديارلس ښوونځي هم سوځيدلي دي.

آصف ننګ وویل: «له تیرو څلورو کلو راهیسې طالبان پر ښوونځیو بریدونه کوي، خو پخوا پر ښوونځیو بریدونه نه کیدل، زما هدف ۲۰۰۶ شاوخوا کلونه دي.»

له بلې خوا د پوهنې وزير د سه شنبې په ورځ له جاپان سره د ۷۵ميليون ډالرو په ارزښت د ښوونځيو د جوړولو موافقه لاسليک کړه.

د پوهنې وزارت د ځمکې مافيا د دغو پروګرامونو په وړاندې يوه جدي انديښنه ګڼي.

په دې پروګرام کې د پوهنې وزير غواړي زده کونکي او محصلين د اداري فساد په وړاندې مبارزه وکړي.

د پوهنې وزیر، غلام فاروق وردګ ویلي: «د دې قرار داد پر بنسټ او د جاپان په مالي مرستې او د یو ان سي اي اف له لارې به موږ ۷۵ ښوونځي جوړ کړو چې د افغان حکومت لخوا به یې څارنه کیږي.»

نوموړی وايي د درسي کتابونو نشتوالي هم د هيواد د پوهنې نظام ته زيان رسولی دی.  


Viewing all articles
Browse latest Browse all 18870

Trending Articles