د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، بارک اوباما د سې شنبې په ورځ ویلي، چې شمالي کوریا به له دې وروسته کړکیچ زیږونکې نه وي.
ښاغلي اوباما د سویلي کوریا له ولسمشر، پاک ګون های سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، چې شمالي کوریا اوس له هر وخت نه زیاته ګوښه شوې ده.
میرمن پارک واک ته له رسیدو وروسته په خپل لومړي بهرني سفر کې امریکا ته تللې ده.
د یادو دواړو ولسمشرانو له کتنې وړاندې یو شمیر امریکايي چاروکو ویلي و، چې شمالي کوریا د لنډ واټن ویشتونکي دوه توغندي د توغولو له ځای څخه لرې کړې دي.
د سرچینې د شمالي کوریا دغه کار د کوریا په ټاپو کې د ترینګلتیا د کمولو لپاره یو ګام اخیستل بولي.
شمالي کوریا له دې وړاندې د دې هېواد په ختیځو کڅونو کې د توغندیو د ځای پر ځای کولو سره پر امریکا او سویلي کوریا د برید کولو خبردارۍ ورکړۍ و.
پیونګ یانګ د دریم ځل اتومې ازموینې له ترسره کولو وروسته د ملګرو ملتونو له نویو بندیزونو سره مخ شوه ، خو دا هېواد له دغه کار څخه ډیر قهرجن شو.
دې هېواد په امریکا او سویلي کوریا کې پر ځانګړو موخو باندې د برید کولو خبردارۍ ورکړی وه.
شمالي کوریا اوس هم د سویلي کوریا او امریکا متحده ایالاتو د ګډو پوځي مانورو څخه چې یوه اونۍ وړاندې پای ته ورسېدل ډیره قهرجنه شوې وه.
↧
اوباما: شمالي کوریا به نوره کړکیچ جوړونکې نه وي
↧