Quantcast
Channel: TOLOnews.com RSS Feed
Viewing all articles
Browse latest Browse all 18870

کندهار کې د پاکستان ضد لاریونونه وشول

$
0
0

 alt


سیمه ایز چارواکي وایي، چې د کندهار سلګونه ښاریانو د افغانستان په وړاندې د پاکستان د وروستیو کړنو په غبرګون کې نن په لاریونونو لاس پور کړ.

د سرچینې په وینا، دغه مظاهرې د (مرګ د وي پر پاکستان او ژوندی د وي افغانستان) په شعارونو سره سهار اته بجې پیل او تر دریو ساعتونو یې دوام درلود.

دوی ګاونډۍ پاکستان په افغانستان کې د ټولو غمیزو د سرچینه وبلله او د پولو په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو د سرغړونو په اړه یې خبردارۍ ورکړ.

لاریون کوونکو همداراز له ولسمشر کرزي څخه وغوښتل چې سرحدي ځواکونو ته لارښوونه وکړي تر څو د پاکستان لخوا د پوځي تاسیساتو د جوړیدو په اړه کلک غبرګون وښیي.

کندهاري ښاریان وایي چې دوی چمتو دې چې له افغان ځواکونو سره اوږه په اږه له خپلې خاورې نه دفاع وکړي.

په همدې حال کې د کندهار د والي ویاند، جاوید فیصل د کندهار د اوسیدونکو له دې ګام څخه ملاتړ کړې او ویې ویل: «لاریونونه په سوله ایز ‌ډول پای ته ورسیدل او امنیتي ځواکونه هم په سیمه کې موجود و، موږ د خلکو له دې ګام څخه چې د دوی مشروع حق دی ملاتړ کوو.»

ادامه مطلب...


Viewing all articles
Browse latest Browse all 18870

Trending Articles