Image may be NSFW.
Clik here to view.
سیمه ایزو چاراکو د سې شنبې په ورځ ویلي، چې د کندز په خان آباد ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې یو پولیس وژلۍ او د دریو پولیسو په ګډون څلور کسه نور ټپیان دي.
د کندز د والي ویاند، عنایت الله خالق وویل، دغه چاودنه د کندز ولسوالۍ د چوک په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د پولیسو موټر د سړک غاړې پر ماین ور برابر شو.
عنایت الله خالق زیاته کړه، یوه دیارلس کلنه نجلۍ هم په دې پیښه کې ټپی شوې ده.
د ده په وینا، د چاودنې ټپیان په سیمه کې نږدې روغتون ته لیږدول شوې دي.
ښاغلۍ خالق زیاتوي:«یوه دیارلس کلنه نجلۍ هم په دې چاودنه کې ټپي شوې وه چې د درملنې لپاره روغتون ته لیږدول شوې ده.»
تر اوسه کومې ډلې د دې پیښې مسوولیت پر غاړه نه ده اخستۍ.