د کنړ ولایت سیمه ایز چارواکي وايي، چې پاکستاني پوځیانو د دې ولایت په ناړې ولسوالۍ کې نوې پوستې جوړې کړې دي.
د کنړ والي، سید فضل الله وحیدي خبرداری ورکړ، چې پاکستانیان هڅه کوي تر څو نورستان د وزیرستان په شان ناامنه شي او ورته وضعیت په کنړ کې حاکم شي.
په ورته وخت کې سرحدي ځواکونه د کنړ او نورستان په ولایتونو کې پاکستاني پوځیانو فعالیتونه ډیر پراخ بولي.
دغه ولايت چې له پاکستان سره ۲۸۰ کيلومتره پوله لري، له ډيرو کلونو راهيسې د پاکستان لخوا زيانمنيږي.
له څه مودې راهيسې د پاکستاني پوځيانو لخوا پر کنړ ولايت توغندويي او د توپونو او ان هوايي بريدونه کيږي.
پاکستاني پوځيانو د دې ولايت د ناړې ولسوالۍ په ځينو برخو کې پوستې جوړې کړې دي.
په موټر کې له اسد اباد څخه ناړې ولسوالۍ کې تلل له خطره ليرې نه دي، نو بايد په چورلکه کې دې سيمې سفر وشي.
پاکستاني پوځيانو په ناړې ولسوالۍ د پوستو په جوړولو سره د نوموړې ولسوالۍ د اوسيدونکو لپاره ستونزې راولاړې کړې دي.
د کنړ ولایت د ناړې ولسوالۍ ولسوال، گل زمان طلوع نیوز ته وویل :«په دې وروستیو کې د پاکستاني ځواکونو لخوا په ناړې ولسوالۍ کې پوستې نوې پوستې جوړې شوې دي. درې پوستې په صفري نقطه او یوه یې د افغانستان په خاوره کې موقعیت لري.»
قومي مشر، حاجی لالی وایي :«پاکستاني پوځیان زموږ خاورې ته راغلي او خلکو ته یې ستونزې جوړې کړې دي.»
په کنړ ولايت کې د پاکستانيانو او طالبانو کړنې د ټولو ان د ښوونځي ددغو ماشومانو په ياد دي.
ناړې ولسوالي له پاکستان سره 45 کيلومتره پوله لري او د کنړ وروستۍ ولسوالي ده.
هغه پوستې چې پاکستاني پوځيانو د کنړ په ناړې کې جوړې کړې دي په سمه توګه ترسترګو کيږي، چې افغان پوځيانو ته نږدې دي.
په دې ځاي کې افغان سرحدي پوځيان هم تياری نيسي، ظاهرا دغه ځواکونه له پاکستاني پوځيانو سره د سرحدي نښتو د احتمال لپاره تياری نيسي.
له دې مخکې دا په ناړې ولسوالۍ کې د امريکايي پوځيانو اډه وه، اوس دغو ځواکونو خپل ځاي افغان پوځيانو ته پرې ايښی دی. ځايي ځواکونه له پاکستانيانو سره د هرډول مقابلې لپاره چمتو دي.
په کنړ ولايت کې د ترهګرو ډلو فعاليتونه په پراخه توګه ترسترګو کيږي، ځکه کنړ له نورستان ناارامه ولايت سره پوله لري.
نورستان هم له پاکستان سره اوږده پوله لري، خو تر ډيره په کنړ ولايت کې د پاکستاني طالبانو د فعاليتونو خبره کيږي.
له دې مخکې ويل شوي و چې جګړه به د هيواد ختيځ ته وکاږل شي، په اوسني وخت کې په دغو سيمو کې جګړې د کنړ ولايت چارواکي انديښمن کړي دي.
د کنړ والي، سید فضل الله وحیدي وویل :«دوی د وزیرستان له بربادۍ څخه تنګ شوې اوس غواړي چې دا حالت نورستان او کنړ ته راولیږدوي، نو دې خبرې ته باید جدي پاملرنه وشي.»
پاکستاني پوځيانو له پخوا راهيسې د هيواد سرحدي سيمو لپاره ستونزې رامنځته کړې دي، له بلې خوا د کورنيو چارو وزير چې کنړ ولايت ته تللی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي ستونزې پر اواري ټينګار کوي.
اوس دا انديښنه موجوده ده که پاکستاني پوځيان په ناړې ولسوالۍ کې خپلې پوستې ليرې نکړي دغه ولسوالي به هم د ګوشتې له برخليک سره مخامخ شي، يعنې بالاخره به د سرحدي نښتو لامل شي.
داسې ښکاري د اسلام اباد لخوا ددغو ننګونو تر شا، د ديورند کرښې د په رسميت پيژندلو لپاره يو راز نغښتی دی.
↧
کنړ کې پاکستان نوې پوستې جوړې کړې دي
↧